جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

بل خوب/تړون

سمیع الله تړون

خوب مې لیدلی دی حیران یم ورته
رڼا راپورته شي تورتم وخوري

بلا له لوړه بامه وغورزیږي
لاندې په ځمکه کې یې بم وخوري

د پاچا سر په ککرۍ کې مات شي
دوه لپې زهر یې دوستم وخوري

زما د ښکلو پسرلو قاتلان
زما غاټول زما شړشم وخوري

د ادم ذاتو د غفلت په وجه
بنی ابلیس بنی ادم وخوري

یو څو کمزري میږتون راټول شي
مار خوري، لټکه خوري، لړم وخوري

د هغه چا مقابله ګرانه ده
هغه چې مرګ باندې قسم وخوري

زه به یې څنګه دښمن نه ګڼمه
څوک چې زلمي زما د چم وخوري

تړونه حق ته شاعري پرې کوه
خیر دی که وینه دې قلم وخوري

Related posts