جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

غزل/سراج

سراج

ګــــودر مـو شاړ دی بيا مـــــنګى نه لري
څـوك چې پرې نه ژاړي زړګى نه لري

دا چې مـزار د شهــيــد خړ ښـــکارېـــږي
جــــنډې ېـې نشــــته او لرګى نه لري

هغوی چې ځان بې اسلحې بـولي لا
لــکـــه چـې لـــور او تــبرګــى نـه لري

دا بعضـې خــلك دومـــره کـــبر کــوي
تــه بــه وا، نـه مــري او مرګى نه لـري

هغـــوی هېر نـه کــړې د ماڼيــو خانـه!
چې لا بې کــوره دي کـورګى نه لـري

شپه هم تياره ده او دا غر هم عجـيب
ګړنـګ ګړنـګ دی او تنــګى نــه لــري

مينه له يو زړه نه په بل زړه شنه شي
چـاويــل د ګــل ونه نيــالــګى نه لري

د ”سراج “ زړه بانــدې اورونـه بـل دي
داسې اورونــه چـې لــوګى نـــه لري

Related posts