جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

نه پړ، نه بدل، نه بې ایمان

سيد احسان الله الهام
شکر نه پړ  شوو  نه بدل شوو او نه  هم  بې ايمان
خير  که  کلى  مو بمبار  دى  لوى او کم   شهيدان
هرڅومره   نور هم  کړاوونه  زغمو  باک پرې نکړو 
چې پاک  الله  رانه راضي وي  او راضي وي  جانان
 
د شهيدانو  مزارونه  پر دې  خړه  ځمکه
لکه په ستورو چې ښه ايسي توره شپه کې آسمان 
 
په  و دانيو  وطن  کله  ودان  شوى چيري
چي ټول وګړي يې يو ځان وي ها وطن دى ودان
 
ډيري پيړۍ به مو دا وياړ و ي و بچو ته پاتې
دا چي غليم وکړ  په ماته خوله د ماتې اعلان
 
د  حقي لارې قربانيان دي  تل  ژوندي  الهامه!
د هر شهيد په ژوند ګواه دى پاک سپېڅلى قرآن

Related posts