جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

افغانستان د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په میاشت کې

لیکنه : احمد فارسي

(یادونه: دغه لیکنه  همېشه یواځې له هغو پېښو او خبرونو څخه جوړېږي چې د دښمن اعتراف هم پرې د توثیق د ټاپې په توګه کارول شوی وي؛ خو دښمن ته د رسېدلیو تلفاتو ، خساراتو او نورو پېښو په اړه هغه حقائق چې د سیمې ولسونه یې په سترګو ویني مګر خارجي دښمن او د دوی ګمارلې اداره یې له منلو ډډه کوي د اسلامي امارت له لوري په اداره کېدونکې کره او با خبره ویب پاڼه الاماره کې موندلای او لوستلای شئ.)

د 2017 میلادي کال د جون میاشت  د دښمن لپاره یوه له سختو خونړیو میاشتو څخه وه. په دغه میاشت کې په اشغالګرو او د دوی په مزدورانو د ځېنو سختو او شدیدو عملیاتو تر څنګ  څو مهمې او د پام وړ سیمې هم ترې ونیولې شوې. ملتیا مو وکړئ تر څو د همدې لیکنې په اوږدو کې د دغو پېښو جزئیات او د نورو مهمو پېښو په اړه خبرونه په ګډه سره ولولو.

په جون کې که له یوې خوا مزدور دښمن ښه ورځ و نه لیده، له بلې خوا دغه میاشت د دوی د بادارانو لپاره هم له کړاونو او په یو بل پسې خونړیو ګزارونو څخه خالې نه وه. په دغه میاشت کې په اشغالګر دښمن کم تر کمه درې خونړي بریدونه، دوه نفوذي حملې او یو د سړک په غاړه د خښ شوي ماین چاودنه تر سره شوي دي چې له امله یې د ناروا اشغال ۱۴ تنه صلیبي مجرمین د مرګ کندې ته غورزول شوي دي.

هغه چې په نفوذي بریدونو کې له منځه تللي په اړه تفصیل به یې په لاندې کرښو کې وګورئ؛ خو د سړک غاړې چاودنه پرې د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۲مه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې ترسره شو چې پکې د مجاهدینو لخوا د صلیبیانو یو زغروال ټانګ په نښه شوی و او په برید کې د دغه ټانګ پنځه تنه سورلۍ ټولې ځای پر ځای ووژل شول. مګر مکار دښمن یو وار بیا دخپل ناکاره خصلت له مخې د نړيوالو پام په بله کولو سره په ډېره سپین سترګۍ له ګڼو هغو اعترافونو سترګې پټې کړې چې باید کړي یې وای او یواځې درې تنه یې یاد کړل چې د جون په میاشت کې وژل شوي دي.

په دې سره یواځې د هغو اشغالګرو شمېر چې دښمن یې په وژل کېدو اعتراف کړی په 2017  کال کې  ۷ تنو او د اشغال له پیله تر اوسه د هغو ټولیز شمېر چې دلته وژل شوي ۳۵۳۵ ته رسېدلی چې له دې جملې څخه ۲۳۹۹ یې امریکایان او پاته ۴۵۵ یې انګریزان دي.

پاته دي نه وي چې د موثقو منابعو او شواهدو په اساس په پوره ډاډ ویل کېدای شي چې د دښمن د ځاني او مالي زیان هغه اندازه چې دوی یې له نا چارۍ اعتراف کړی تر هغې څو چنده کمه ده چې په حقیقت کې دوی ته ورپېښ او پټ ساتل یې د شیطان ساخته پالیسۍ برخه ده.

مزدور دښمن ته اوښتی ځاني زیان:

مزدورې  ادار ې هم صلیب ته د چوپړ په بهیر کې جون د خونړۍ او نا ارامې میاشتې په توګه تر ځان تېره کړله او هره ورځ یې لسګونه افراد له لاسه ورکړل. که څه هم دقیق شمېر یې نه دی را غونډ کړل شوی، خو تخمیني شمېره یې  کېدای شي د هغو ادارو په کلنیو راپورونو کې ومومئ چې په دې برخه کې کار کوي. په دوی کې  ډېرو یې ویلي چې د غه شمېره د کال په حساب زرګونو کسانو ته رسېږي. د جون  په میاشت کې هم د دوی لسګونه تنه د ناپاکو صلیبي اهدافو قرباني شول چې د لیکنې د لنډون په پام کې نیولو سره یواځې څو لویي پېښې د نمونې په توګه دلته ستاسو حضور ته ږدو:

د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۸ مه په نیمروز کې د چخانسور ولسوالۍ ولسوال د مجاهدینو لخوا ووژل شو. یوه ورځ وروسته د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د پولیسو یو قومندان له خپلو شپږ تنه ټوپکیانو سره ووژل شو. په همدې ورځ د ننګرهار ولایت د استناف محکمې یو قاضي د جلال اباد په ښار کې د نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

دښمن ته اوښتی مالي زیان:

اشغالګر دښمن او صلیبي چوپړ ته نیول شوي مزدوران په همدې میاشت کې په دې برسېره چې له سختو بریدونو سره مخ شول، سیمې ترې ونیولي شوې، افراد ترې تسلیم یا له مجاهدینو سره یو ځای شول او ډېر نور، له مالي پلوه هم سخت وټکول شول او ډېر څه یې له لاسه ووتل چې د نمونې په توګه ترې په ننګرهار کې د همدې میاشتې په ۹مه، د جمعې په ورځ د یوې بې پیلوټه الوتکې د راغورزول کېدو یادونه کولای شو.

د جنګي بندیانو خلاصول:

اسلامي امارت نه یواځې دا چې د جنګ او سیاست په میدان کې د محمدي شریعت  احکام په نظر کې نیسي، بلکې تر جګړې وروسته هم له هغو عسکرو سره چې په جګړه کې  لاس په لاس نیول شوي وي اسلامي او شرعي چلند له پامه نه غورزوي. په دې برخه کې د جګړې په کلونو کې زرګونه تنه د دښمن عسکر او پولیس چې د مجاهدینو په اسارت کې راغلي تر پوهولو او تعهد وروسته په ډاډمنه توګه خوشي سوي او خپلو کورونو ته رسول شوي دي. په دې لړ کې د جمعې په ورځ، د جون په ۲مه مجاهدینو د ننګرهار په شاه وليکوټ  ولسوالۍ کې د مزدوري اردو ۱۱ عسکر تر نیولو وروسته  بیرته خوشي کړل. ورپسې د دوشنبې په ورځ، د جون په ۵مه ۶۲ تنه پولیس، اربکیان او د اردو عسکر په داسې حال کې خوسي کړل شول چې په همدغه ورځ په فاریاب کې د مزدورې ادارې د بې مهاره ځناور صفته ملیشو لخوا د شهیدانو د جسدونو توهین او بې حرمتي شوې وه. همدارنګه د جمعې او شنبې په ورځو چې د جون له ۲۳م او ۲۴ سره برابري وې ۲۰ تنه په ارزګان او ۱۶ تنه نور په بیلا بیلو ولایتونو کې د واړه اختر په مناسبت له بند څخه ازاد شول.

اسلامي امارت د دښمن له عسکرو سره دغه اسلامي او اخلاقي چلند په داسې حال کې کوي چې  مخالف لوري ته لا اوس هم په زرګونو مجاهدین او ځینې بې ګناه هیواد وال چې له مجاهدینو سره  د همکارۍ تور یې د نیولو لپاره پلمه ګرزوله شوې ده په بیلا بیلو زندانونو کې د اشغالګرو او د هغوی د مجهول النسب مزدورانو لخوا تر  راز راز شکنجو او تعذیبونو لاندې شپې ورځې تېروي.

بې وسه ولس او بې رحمه ټوپکیان:

جون هم د نورو میاشتو په څېر افغان بې وسه او بې کسه ولس ته له وژنو، ځورونو او دربدریو ډکه میاشت وه چې اشغالګرو او د دوی د فرمایش پیاده کوونکو د همدې ولس د رحم امید په مرمیو او هوایي بریدونو ځواب کړ او د ښځو، ماشومانو او مستضعفینو په ګډون یې بې شمېره هیواد وال شهیدان او ټپیان کړل. په دې اړه پوره تفصیل کولای شئ د اسلامي امارت د انټرنېټي پاڼې الاماره  د ملکې تلفاتو په برخه کې ولولئ؛ مګر دلته یواځې د دې لپاره چې تفصیلاتو ته نمونه شي یوڅو پېښي له تاسرو درنو کتونکو سره شریکوو:

د دوشنبې په ورځ، د جون په ۱۲مه خارجې اشغالګرو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالي کې د مجاهدینو د هغه برید په غبرګون کې چې په اشغالګرو تر سره شو په ولسي خلکو حمله وکړه او د یوې کورنۍ درې تنه یې په شهادت ورسول. ورپسې  د پنجشنبې په ورځ، د جون په ۱۵مه د میدان وردګ په سید اباد ولسوالۍ کې د مزدورو ځواکونو لخوا په توغول شوي هاوان باندې درې تنه معصوم ماشومان په شهادت ورسېدل. همدارنګه د جمعې په ورځ، د جون په ۱۶مه په کابل ښار کې یو مزدورکار د پولیسو لخوا په شهادت ورسول شو. ورپسې د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۹مه په ننګرهار کې هم دېته ورته یوه پېښه رامنځته شوه چې پکې د مزدوري ادارې ځانګړو ځواکونو په غني خیلو ولسوالي کې د چرګانو د فارم ۵ تنه مزدور کاران چې د یوې حلالې ګولې په ترلاسه کولو پسې راوتلي ول  په شهادت ورسول. دوی د اولس په دومره ډېره وژنه او ځورونه بیا هم ماړه نشول او په وحشت کې د لا پرمختګ لپاره یې د  واړه اختر په ورځ هم الوتکې پورته کړې او د ننګرهار په اچین ولسوالي کې یې د اختر په خوښیو بوخت کلیوال بمبار کړل چې له جملې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دیوې کورنۍ ۱۶تنه  په شهادت ورسېدل.

د تازه دمو اشغالګرو راتلل:

اشغالګري امریکا د جمعې په ورځ، د جون په ۱۶ افغانستان ته  د ۴۰۰۰ تازه دمو عسکرو د لېږلو لاپې وویشتلې او د همدې میاشتې په ۲۹ انګلستان هم د ۱۰۰ عسکرو د ورلېږلو خبره وکړه؛ مګر یوه ورځ وروسته  په بروکسل کې د اشغالګري ناټو  اتحادیې د دفاع وزیرانو غونډه وشوه او د امریکا او انګلستان  د اټکل خلاف یې افغانستان ته د نویو عسکرو د لېږلو په سراتېژۍ اعتراض وکړ او بالاخره دغه ناسته له کومې نتېجې پرته پای ته ورسېده.

منصوري عملیات:

منصوري عملیاتو دجون په میاشت کې هم یو لړ په زړه پورې لاسته راوړنې لرلې. د پنجشنبې په ورځ، د جون په ۸ مه د اسلامې امارت مجاهدینو د خاص ارزګان په ولسوالي کې ۵ پوستې فتحه کړې.په همدې ورځ په فاریاب کې هم  مجاهدینو پرمختګونه  درلودل  چې پکې د شیخي په نوم یو کلی تر پرله پسې بریدونو وروسته د مجاهدینو لاس ته ورغی. له بلې خوا د چهار شنبې په ورځ، د جون په ۱۴مه د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د سنګوري په اربکیانو یو خونړی برید ترسره شو چې له امله یې د دوی لسګونه ټوپکیان مړه او ژوبل شول.د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۸ مه د پکتیا امنیه قومندانې په سیمه د مجاهدینو د ناتارو بریدونو په ګردو پټه وه چې په پایله کې فدایې مجاهدین قومندانې ته داخل او حکومتي لوري ته یې بې شمېره ځاني او مالي زیانونه واړول. دوه ورځې وروسته د جوزجان په درزاب ولسوالي هم تر سختو بریدونو وروسته د اسلامي امارت سپین بیرغ و درول شو او هلته پراته ټول عسکر او اربکیان د جنګي توکو او وسلو د نه لرلو له امله مایوس او مجاهدینو ته تسلیم شول. په همدې ورځ د بګرام هوایي اډې په ساتونکو هم یو مرګونی برید وشو او هغه چې د وژل کېدو په تکل یې دا کار شوی و ټول پکې له منځه یووړل شول.

نفوذې بریدونه:

دغه دښمن ځپونکې بریدونه د جون په میاشت کې هم په لوی شمېر ترسره شول چې ځینې یې دښمن هم یاد او ځینې نور یې پټ پاته شول. د دغه ډول په لومړي برید کې چې د جون په ۴مه د یکشنبې په ورځ تر سره شو یو نفوذي عسکر د کندهار ښار په ۱۵مه ناحیه کې ۸ پولیس ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل. ورپسې د همدې میاشتې په ۱۰مه یو بل نفوذي عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالي کې په خارجي اشغالګرو برید وکړ او څلور تنه یې د وجود له صفحې محوه کړل او وروسته پخپله هم د کفر مزدورو افغان پولیسو لخوا په شهادت ورسول شو. په دېته ورته یوه بله پېښه کې د شنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه یو عسکر په بلخ ولایت کې په  شاهین قول اردو کې ۴ اشغالګر ووژل او وروسته هغه هم د اسلام په خاوره کې د اشغالګرو کافرانو  د ساتنې ټیکدارانو ( افغان پولیسو ) لخوا په شهادت ورسول شو.

 دوستانه بریدونه: ( د فرمایشي ډیمکراسۍ په پیاده کونکو د خپلو بادارانو لورېینه)

په ډالري تار د مهار شوو مزدورو او بلواکو عسکرو، پولیسو او اربکیانو په ژوند او سرنوشت د بې مهارې او بادارې امریکا لوبه او مسخره په جون کې هم روانه وه. دغه بریدونه چې امنیتي ځواکونه پکې مري او پوښتنه یې څوک نشي کولای نوره هم مخ په زیاتېدو دي او تر اوسه په لوی شمېر مزدوران د خپلو بادارانو لخوا په بریدونو کې وژل شوي. په دې لړ کې د جمعې په ورځ، د جون په ۱۰مه یو وار بیا د اشغالګرو  هغو الوتکو چې ویل به یې په ځمکه څلور اینچه شی وینو!!!  د هلمند په نادعلي کې  سرحدي پولیس بمبار کړل چې له امله یې ۳۰ تنه مزدور پولیس مړه او ژوبل شول.

له مجاهدینو سره د یو ځای کېدو پروسه:

په تېره میاشت کې په ټولیزه توګه ۳۱۸ تنه کارمندان، عسکر او پولیس د دښمن له لیکو څخه را بېل او له مجاهدینو سره یو ځای شوي ول. په همدې میاشت کې هم ګڼ شمېر عسکر او نور وروسته له هغه چې په حقیقتونو او واقعیتونو پوه شول د دښمن له صفونو را بېل او له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. په دې اړه تفصيلي راپور په الاماره ویب پاڼه کې کتلای شئ، خو د نمونې په توګه به یواځې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د لسګونو اربکیانو، پولیسو او عسکرو تسلمېدل یاد کړو چې د جون په ۲۰مه د سې شنبې په ورځ مجاهدینو ته تسلیم شول.

په مزدوره اداره کې داخلي اختلافونه:

څنګه چې د مزدوري ادارې اساس په اختلافونو ښودل شوی، ځکه نو له همدې رنځه د خلاصون تمه یې نشي کېدای او همدا وجه ده  چې له لومړۍ ورځې تر اوسه یو بل ته ډک لوري خپله کرکه اوغصه په بیلا بیلو ډولونو او وختونو کې رابرسېره کوي.په دې وروستیو کې دغه ورانه د قومي تعصب او نژادي وهلو ځپلو په رنګ کې راپورته شوې. د کابل ادارې ځینو بې صلاحیته شریکانو د امنیت د تأمین په پلمه د حکومت په ضد لاریونونه پیل کړل؛ خو د هغو پولیسو په ډزو کې چې تر اوسه دوی د خلکو مدافعین بلل ۳ تنه مړه او ۸ تنه ژوبل شول. یوه ورځ وروسته د همدې لاریونونو د  وژل شوې ګډون وال په جنازه کې یو شمېر نوري چاودنې ترسره شوې چې له امله یې په مړیو ۱۹ تنه نور هم ور زیات شول. دخپل ناموس لوټمار ته د اشغالګر کافر پالونکي (امنیت ریاست) ډېره هڅه وکړه چې د دې ناکامۍ پړه په مجاهدینو ور وتپي، خو د اسلامي امارت ویاند دا د کابل ادارې د خپل منځې ټکرونو او یو بل ته بدو ارادو پایله وبلله او په هغې کې د اسلامي امارت هر ډول لاس لرل یې رد کړل. د همدې په تائيد د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۱مه د اسلامي امارت مرستیال هم په یو غږیز پیغام کې د کابل وروستۍ چاودنې تقبیح کړې او ترې وروسته راپورته شوی تشنج یې د دښمن لوري د خپل منځې اختلافونو پایله وبلله.

د دغو اختلافونو لړۍ دومره اوږده شوه چې له برکته یې  د سې شنبې په ورځ، د جون په ۶ مه په هرات کې د مزدوري ادارې په ضد د جوړي غونډې په ترڅ کې ۶ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول. د دغو ټکرونو او مرګ ژوبلو په نتیجه کې  د کابل د امنیه قومندان او د ګارنیزیون د رئیس دندې هم د لویي څارنوالۍ له لوري وځنډولي شوې او په امنیتي سکتورکې د اصلاحاتو وزیر امرالله هم له خپلي دندې استعفا وکړه، مګر مشکل په همدې ځای ونه درېدو بلکې د سې شنبې په ورځ، د جون په ۲۰ مه یو وار بیا هم پولیسو په کابل کې یو تن اعتراض کوونکی وواژه.

سوله  او بد ماشي:

د جون په ۶ مه کابل اداره د کابل پروسې په نوم د ناکامې ناستې کوربنه وه چې ګمان کېدو ټول بهرني اړخونه به خپل با صلاحیته نمایندګان ورولېږي؛ مګر نه یواځې دا چې هغوی پکې د اټکل په اندازه ګډون نه درلود، بلکې له مزدوري ادارې څخه هم ۵۰ سلنه خلکو چې له حزب، جمعیت او شورای نظار سره یې تړاو درلود په دغه ناسته کې ګډون نه و کړی. د دغې ناکامې ناستې په ترڅ کې اشرف غني مجاهدین سولې ته دعوت کړل او ترڅنګ یې په دې هم تهدید کړل چې که مجاهدین د ده بلنه ونه مني، نو د ده خارجي باداران به نوي پېریان په ځان راولي! او طالبان به یې له غضب سره مخ شي؛ خو اسلامي امارت د ده تهدید بې معنی وبالو او یو وار بیا یې ټینګار وکړچې د اشغالګرو په موجودیت کې اوله بې صلاحیته ادارې سره  سوله کوم مفهوم نه لري.

د تش په نوم سولې شورا د مشر ټاکنه:

د ازادۍ غوښتونکو د تېر ایستلو په موخه جوړه شوې تش په نامه د سولې شورا چې تر اوسه یې بې  له دې چې  درانه  مصارف وکړي  او حکمتیار یې په خبرو تېر وزي نور هیڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې له ډېرې مودې را په دېخو بې رئیسه پاته وه، بالاخره د سې شنبې په ورځ، د جون په ۶ د پلورلشوو له ډلي څخه د شیعه ګانو یو مشر کریم خلیلي د دغې څوکۍ لپاره د رئیس په توګه ونومول شو.

Related posts