جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

د دښمن د وحشت یو انځور او تکتيک

په ډير تاسف سره هره ورځ او شپه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د یرغلګرو او د هغوی د داخلي اجیرانو له لوري د ولس خوښۍ په غم او غم په غمونو بدلیږي، د اشغالګرو او کابل رژیم په هوایي بریدونو، ډرون حملو، چاپو، توپچي او مخامخ ډزو کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په شهادت رسول کیږي، ژوبل کیږي او په  تورو زندانونوکې ولچک او زولنې وراچول کیږي.

دښمن ډیره هڅه کوي چې پر خپلو جرمونو او ظلمونو خاورې انبار کړي، د جرم د پټولو په جرم کې ډيرې رسنۍ هم ورسره شریکې دي. په ځینو مواردو کې دښمن د اجیرو رسنیو په مټ داسې هم  کړي چې خپل جرمونه یې  مجاهدینو ته منسوب کړي او بیا یې د همدې درواغو پر بنسټ د مجاهدینو پر ضد منفي تبلیغاتو ته زور ورکړی.

په ډيرو کمو مواردو کې د دښمن له خوا د رامنځته شوو ملکي تلفاتو راپورونه خپریږي، خو بیا هم  واقعي تلفات تر هغه څه ډیر زیات وي چې د رسنیو له لوري نشر یږي، خو د همدې کم شمېر تلفاتو خبرونه چې خپریږي، ښکاره عاملینو ته یې څوک د سزا جرئت نشي کولای، حال دا چې نړۍ کې د بشري حقونو، فعالانو او سازمانونو شمېر خورا زیات دی.

دې وروستیو کې ځینو لوېديځو رسنیو افغانستان کې د یرغلګرو د وحشت یوه بېلګه وړاندې کړې، لندن چاپ مېل سنډې او مېل انلاین لیکلي چې بهرنیو پوځیانو د ناټو تر چتر لاندې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ولسي خلګ وژل، بیا به یې د هغوی تر څنګ وسلې کېښودې، نړۍ ته به یې دا ښودله چې دا دي وسله په لاس طالبان یې وژلي دي!!.

تېره اونۍ کابل رژیم ادعاء وکړه چې د کندهار ښار په حاجي عرب سیمه کې یې دوه تنه چریکي مجاهدین د یوې نښتې په ترڅ کې شهیدان کړي،د رژیم له لورې داسې انځورونه خپاره شول چې ښیي له وژل شوو کسانو سره وسلې وې او وسله په لاس وژل شوي دي، خو ولسي وګړو د رژیم دعوه رد او زیاته یې کړه چې دواړه وژل شوي کسان په روژه کې د جنرال رازق وسله والو نیولي وو، تر زیاتو شکنجو ورکولو وروسته یې اوس دا دی شهیدان کړي، وسلې یې ورسره ایښې او ادعاء کوي چې د نښتې په مهال شهیدان شوي، چې واقعیت د دې برعکس دی.

په بیلابیلو وختونو او ځایونو کې یرغلګرو او کابل ادارې د مجاهدینو په نوم ولسي وګړي شهیدان کړي، وسلې یې ورسره ایښې او بیا یې د همدې ملکي خلګو په اړه راپور ونه خپاره کړي، چې دومره او هومره مجاهدین یې شهیدان کړي دي.

Related posts