جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

د عسکرو د زیاتولو ناکامه تګلاره

متأسفانه امریکا لا تر اوسه په افغانستان کې د خپل ۱۶ کلن خونړي یرغل او ناکامې جګړې څخه درس نه دی اخستی. اوس هم هڅه کوي چې د عسکرو په زیاتولو سره په افغانانو د خپلې خوښې جنګسالارۍ نظام تحمیل او اشغال ته دوام ورکړي. ښکاره ده، د عسکرو زیاتوالی د یرغلګرو بریا نشي تضمینولی، بلکې د جګړې او وینې تویېدنې د لا دوام سبب ګرځي.
په تیره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون افغانانو ته له نا امني، فقر او تخریب پرته بل څه نه دي ورکړي. دلته د دوی په شتون کې ظلم او اداري فساد د یوه کرغیړن فرهنګ شکل غوره کړی. مخدره مواد زیات شوي، د افغان ولس تر منځ یې نژادي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهلې، لنډه دا چې په تیرو څو کلونو کې د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو له خوا له جذابو شعارونو سره سره، آیا په افغانستان کې د ولس ستونزې کمې شوې او که زیاتې شوې دي؟ یوازې د تلویزون په سندرو او فحش سریالونو نه هیواد ترقي کوي او نه ولس سوکاله کیږي.
امریکا باید پوه شي چې په زور کلي نه کیږي. اشغال ته باید د پای ټکی کښیږدي. هغه څهرې چې تاسې په افغان ولس تپلې، هغه د افغانانو د عقیدې او عنعناتو سره نابلدې څهرې دي او یا هغه څوک دي چې پخپله د جاري نارواوو برخه تشکیلوي. یوازې مو دا کړي چې د څلورو ملیاردو ډالرو په ورکولو سره مو ځینې افغانان د هغوی له حالت څخه په ناوړه استفادې ملي اردو او پولیسو په نامه، لکه اجرتي قاتلان د خپل آزادۍ خوښونکي ولس په مقابل کې جنګولي او لا یې جنګوي.
د هیواد خپلواکي او د ولس د اسلامي عقیدې او ملي عنعناتو مطابق نظام جوړول د افغانانو مشروع او انساني حق دی. بس ده، دغه غولوونکې لوبه چې خپل یرغل او د افغانستان د خاورې نیول قانوني بولئ؛ خو د افغانانو د خپلواکۍ اسلامي مقاومت غیر قانوني!. دا هم د مسئلې حل نه دی، چې په دین او خپلواکۍ مینو افغانانو ته وایي چې تاسې به کله د آزادۍ له جګړې لاس اخلئ او بیا به په وتلو غور کوو، بلکې افغانان تاسې ته وایي چې کله به له اشغال نه لاس اخلئ او د افغان ولس مشروع حقوقو ته به غاړه ایږدئ.
که هدف مو دا وي، چې افغانستان څخه ستاسې هیواد ته امنیتي خطر متوجه دی او کومه اندیښنه لرئ، دا د بحث وړ ده، راشئ له موږ سره کښینئ، ترڅو د اشغال په ختمولو او ستاسې په اندیښنو خبرې وکړو، خو که هدف مو د افغانستان داشغال ادامه وي او دلته د افغان مسلمان ولس د اسلامي نظام له جوړولو محروم ساتل وي، دا نه د منلو ده او نه شونې ده. باید دا واقعیت درک کړئ.

Related posts