جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

د2017 کال دلمړنیو شپږومیاشتودملکي تلفاتو راپور

د افغانستان اسلامي امارت

د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایاتو اداره

نمبـــر: ۱۱۳

۱۴۳۸/۱۰/۱۹ هـ ق ـــ مطابق ـــ  2017/10/13م

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د 2017م  کال د شپږو لومړیو مياشتو د ملکي تلفاتو راپور :

په جګړو او نښتو کې د ملکي تلفاتو موضوع خورا ځورونکی ده، اسلامي امارت  دخپل شرعي او هیوادني دروند مسئولیت له مخې د ملکي تلفاتو له موضوع سره په ډيره جدي توګه برخورد کوي.

د دې لپاره چې د هیواد په روان جهاد کې د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی وي،  که خدای مکړه د مجاهدینو لخوا د عامو خلکو له ژوند سره بې پروايي وشي، نو اسلامي امارت ته داسې بې پروايي په هيڅ ډول هم د منلو او زغم وړ نه ده.

په همدې اساس يې د ملکي تلفاتو د کنترول، ثبت او محاکموته د راجع کیدو په منظور یوه مستقله اداره   د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو په نامه ایجاد کړې، ترڅو له پيښو سره جدي او قانوني چلند وشي، سرغړونکي معافیت ترلاسه نکړي او په راتلونکي کې عام خلک د نښتو اوجګړو قرباني نشي.

بل خوا دغه اداره مسئولیت لري چې دهغو پيښواو شمیرو  په اړه هم څيړنه او تحقیق وکړي چې د اشغالګرو، د کابل ادارې د امنیتي ادارو، فتنه اچونکو ډلو او ځينو نورو جنایت کارو باندو لخوا رامنځته کیږي او له امله يې زموږ هیوادوال د غم په ټغر کيښنول کیږي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د ملکي تلفاتو اداره دنده لري چې هر ډول ملکي پيښې په دقیقه، بې طرفانه او پوره  مسئولیت سره ثبت کړي، هغه جهتونه په ګوته کړي چې د پيښې عاملین دي، دخساراتو اندازه او جزئيات معلوم کړي ، بیا دغه ډول مستند راپورونه  وخت په وخت د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر او نورو حقوقي اداروته واستوي او په هرو شپږو میاشتو کې د ثبت شوو کره معلوماتو یوه کاپۍ د رسنیو له لارې نشرته  وسپاري.

په دې اقدام سره به له یوې خوا د ملکي تلفاتو د عاملین په وړاندې شرعي او قانوني برخورد شوی وي، او له بله پلوه به هیوادوال، نړیوال او ټول هغه جهتونه چې د ملکي پيښو په اړه انديښمن دي او واقعا د ملکي زیانونو د مخنیوي کار ته اهمیت ورکوي، هغوی به د پيښو په اصلي  ماهیت، د تلفاتو داصلي عاملانو او په دې اړه د اسلامي امارت  لخوا د مسئولیت په احساس آګاه کړل شي، او امید دی چې دغه ډول راپورونه  په بې پرې توګه تهیه او خپرول به  په ريښتونې بڼه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په کار کې ممد تمام شي.

د اسلامي امارت دملکي تلفاتو دمخنیوي اداره د راپور په اړه ډاډ ورکوي چې په خورا دقت سره ترتیب شوی، د هيڅ پيښې په اړه  سهل انګاري  او تسامح نه ده شوی او په دې اړه له ټولو هغو جهتونو څخه چې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه وخت په وخت خپلې انديښنې څرګندوي غواړي چې د پيښو د عاملانو په ګوته کولو، غندلو او په ممکنه وخت کې په مجازات کولو کې  خپل مسئولیت اداکړي، البته د ملکي پيښو هغه عاملان چې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دي، هغه که په امارت کې دننه دي یا ترې بهر دي، دهغو په محاکمه کولو، مجازات او سرزنش کې  د اسلامي امارت حقوقي او شرعي ادارې خپل ټول  توان کاروي او تر ډيره يې د دا ډول پيښو عاملین وخت په وخت محاکموته معرفي کړي هم دي چې په اړه يې لازم ګامونه اخیستل شوي دي.

 د ملکي تلفاتو د پيښو ارقام او فيصدۍ:

د ملکي تلفاتو او زیانونو هغه پيښې چې په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په لر او برکې  واقع شوي، په لاندې ډول  له تاسو سره شریکوو.

د تيرو کلنو په څير د سږ ۲۰۱۷ م کال لومړنۍ شپږ مياشتې (جنوري، فبروري ، مارچ ، اپريل ، مئ او جون) هم د ملکي تلفاتو او مرګ ژوبلې له مخې خونړی مياشتې وې. د مذکور کال په تیرو شپږو مياشتو کې (دټول هیواد) څخه د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات مرکزی اداری مجموعاً (۴۰۴) د ملکي تلفاتو غمیزی پيښې د خپلو نمايندګانو. ازادو رسنيو قومي مشرانو او عامو وګړو په مټ په خپل دفتر کې ثبت او راجستر کړي دي. چې له دې جملې څخه (۲۹۶) پيښې د امريکايانو ، د مزدورې ادارې اردو ، پوليس او اربکيان لخوا شوي دي. (۶۰) پيښې د مجاهدينو لخوا او (۴۸) پيښې د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا شوې دي.

په دې ترتیب د تیرو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو د(۷۳/۲۶٪  ) پيښو مسئولیت د امریکایانو او د کابل ادارې ته راجع کیږي، او د(  ۱۴/۸۵٪ ) پيښو مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته راجع کیږي، او د پاتې ( ۱۱/۸۸ ٪  ) پيښو مسئول د داعش په نامه فتنه ګر او ځینې نورې نامعلومه کړي دي.

د مذکوره (۴۰۴) ملکي تلفاتو په پيښو کې مجموعاً (۶۸۹) عام هيواد وال شهیدان شوي دي چې له دې جملې څخه (۴۹۵) يې نارينه ، (۸۴) يې زنانه او (۱۱۰) يې ماشومان دي. همداراز په مجموع (۶۸۹) شهيدانو کې ( ۴۲۴) د امريکايانو او د دوی پورې تړلې د مزدورې ادارې اردو، پوليس او اربکيانو لخوا شهيدان شوي دي ، (۸۴) د مجاهدينو په عملياتو شهيدان شوي دي او (۱۸۱) د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا شهيدان شوي دي.

د پورته شمیرو له مخې د شهیدانو(۶۱/۵۳ ٪ ) مسئولیت د امریکایانو او کابل ادارې په غاړه ده، د( ۱۲/۱۹ ٪ ) مسئول مجاهدین پيژندل شوي، او د پاتې( ۲۶/۲۶ ٪ ) مسئول داعش او نورې نامعلومه کړۍ دي.

په مجموع کې په تيرو شپږو مياشتو په (۴۰۴) پيښو کې زمونږ (۱۰۴۱) هيواد وال ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه (۷۸۱) يې نارينه ، (۷۸) يې زنانه او (۱۸۲) تنه يې ماشومان دي.

همداراز له دې جملې څخه (۴۵۹) د امريکايانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخوا ټپيان شوي چې (۳۰۹) يې نارينه ، (۵۴) يې زنانه او (۹۶) يې ماشومان دي.

په مجموع (۱۰۴۱) ټپيانو کې (۶۲) د مجاهدينو لخوا ټپیان شوي چې (۴۱) يې نارينه، (۱۰) يې زنانه او (۱۱) يې ماشومان دي.

او د داعش یانورو نامعلومه کړیو لخوا (۵۲۱) عام وګړي ټپيان شوي دي. چې (۵۰۵) یې نارينه (۳) يې زنانه (۱۳)ماشومان دي.

د پورته محاسبې له مخې د ټپيانو د( ۴۴/۰۹ ٪) مسئول امریکایان او دهغوی غلامان دي، د (۵/۹۵ ٪) مسئولیت مجاهدین په غاړه لري او د باقي ( ۵۰/۰۴ ٪ ) مسئولیت د داعش او نورو نامعلومه کړیو په غاړه دی.

 

د ملکي تلفاتو څو لويې بیلګې :

د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره لاندې  د ملکي تلفاتو دیو شمیر هغو سترو  پيښو ژوندۍ نمونې وړاندې کوي چې په خورا ښکاره توګه د یرغلګرو او دهغوی د غلامانو لخوا ملکي خلک او کورنه په نښه شوي او درانه زیانونه يې اړولي دي.

هلمند ولايت کې ملکي پيښه:

د هلمند ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه ۱۰:۳۰ لس نيمې بجې په (۱۴۳۸/۵/۱۳هـ ق) تاريخ د دي ولايت سنګين ولسوالۍ اړوند چناري سيمه کې د يرغلګرو هوايي ځواکونو د يوتن ملکي کس فدامحمد آکا پرکور وحشيانه بمبار وکړ، چې له امله يې د نوموړي په ګډون د کورنۍ ۱۳تنه غړي ځای پرځای په شهادت ورسيدل، په شهيدانو کې نوموړی فدامحمد او د ده څلور زامن ۱ـ محمدولي، ۲ـ خان، ۳ـ نصيب الله، ۴ـ پاچاآغا او د نوموړي دوه ۲ تنه ميرمنې، ۴ تنه لورانې، يوه ۱ نګور او يوه ۱ لمسۍ شاميلې دي.

او همداراز په ياده شپه د دي ولسوالۍ اړوند ماتې لکړۍ سيمه کې هم يادو ځواکونو د ملکي کس پرکور د جيټ الوتکو په واسطه بمبار کړی، بمبار د ځايي اوسيدونکي(باچا آکا) پرکور شوي چې له امله يې د نوموړي د کورنۍ ۹ تنه غړي په شهادت رسولي، په شهيدانو کې د نوموړي شپږ تنه زامن ۱ـ فوجي، ۲ـ سيټ، ۳ـ اغالالی، ۴ـ راضي ګل،۵ـ سلطان عزيز،۶ ـ محمدميرويس او دوه ۲ تنه لورانې او يوه ميرمن شاميل دي.

او په همدې شپه د دې ولسوالۍ اړوند لمبانو سيمه کې هم یادو ځواکونو د حاجي صالح محمد پر مسجد وحشيانه بمبار کړی چې مسجد ويجاړ او چاته پکې تلفات نه دې اوښتې.

زابل ولايت کې ملکي پيښه:

د زابل ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه د دي ولايت ارغنداب ولسوالۍ اړوند د الګۍ بازارته څيرمه د ملخيلو په سيمه کې د يرغلګرو هوايي ځواکونو پريوه کور وحشيانه بمبار وکړ، د راپور په اساس په پيښه کې د يوې کورنۍ ۹ تنه نارينه ۲ تنه ميرمنې او ۲تنه ماشومان شهيدان او ۳ تنه نورماشومان شديد ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره ورځ ماسپيښين ۳ بجې د دي ولايت فرارود ولسوالۍ اړوند تفه يې سعادت سیمه ژړ اخندزاده زيارت ته څیرمه د دښمن په هوايي بريدکې ۲۰ تنه ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې، پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې په سيمه کې د دښمن عملياتي قوه د مجاهدينو ترسختو بريدونو لاندې راغله او وارخطا دښمن عام ميشته سيمې د هاوانونو او هوايي بريدونو هدف ګرځولې وې، نو ولسي خلکو هڅه کوله چې خپل ماشومان او ميرمنې د يادې سيمې څخه بلې خوندې سيمې ته نقل کړي چې پرمهال يې د دښمن څرخکو يوه ډاټسن موټر په نښه کړه او پکې سپاره ۸ تنه ماشومان يې شهيدان او ۱۲ تنه نور چې ميرمنې او ماشومان ول ټپيان کړل.

شهيدان:

۱ـ د عبدالباري ماشوم زوی، ۲ـ د حاجي غلام نبي يوماشوم زوی او يوه ماشومه لور، ۳ـ د موسی آکا دوه ماشومې لورانې او ۴ـ د لعل محمد دوه ماشومان زامن او يوه ماشومه لور.

او د يادو کورنيو ۱۲ تنه نورغړي ټپيان شوي دي چې ټول د ازو د کلي اوسيدونکي وو او په يو موټر کې سپاره ول چې له وحشيانه پيښې سره مخ شول.  (۱۴۳۸/۶/۵هـ ق)

(۸)شهيدان(۱۲)ټپيان

 

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت فراه رود ولسوالۍ اړوند تودنګ سيمه کې د نښتې پرمهال دښمن د يادې سيمې د ملکي خلکو کورونه د ثقيله اسليحو پرمټ ويشتلي دي او ګڼو ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، په پيښه کې د ځايي اوسيدونکې قاسم په کور کې ۴ د هاوان مرمۍ پرله پسې لګيدلې چې نوموړی ټپي او ماشوم زوی يې په شهادت ورسيد او د کور ودانۍ او ګڼ وسائل يې هم تخريب شوي دي.

همداراز د يوبل ځايي اوسيدونکي داود ۲ تنه ماشومې لورانې ټپيانې شوي او کور يې هم زيانمن شوی.

د نومړي د راپور پراساس ۲تنه نور ځايي اوسيدونکي ملا عبدالمنان او عبدالستار د خدای رام زامن د اګايز مرمۍ د لګيدو له امله سخت ټپيان شول.

او همداراز په ياده پيښه کې يو ۱ تن سفين ږيری حاجي رحم الدين هم ټپې شوی دی.

او همداشان په يو بل کور کې د هاوان مرمۍ د لګيدو له کبله ۱ تن عام کس او ورسره ۲ تنه ماشومان او يوه ۱ ميرمن شديد ټپيان شوي.

او د سياځنګل د سېمې يو ۱تن ماشوم چې د ۱۲ په شا او خوا کې عمريې درلود په بائسکل سپور روان وو چې ولګيد او په شهادت ورسيد.

د يادولو وړده چې د يادې سيمې د ګڼو نورو کورونو ودانۍ او وسائلو ته هم زيانونه اوښتي دې. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق)

کندهار ولايت کې ملکي پيښه:

د کندهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت ميوندولسوالۍ اړوند کلانکيچې سيمه کې يرغلګرو او ګوډاګيانو د يوه نوی را خلاص شوي بندي پرکور چاپه وهلي، بندي چې ۲۰ ورځي وړاندې له جيل څخه را خلاص شوی و او د واده شپه يې وه چې سره د ۵ تنو نورو ملکي وګړو يې په شهادت ورسول، او ۱۰تنه نور يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي. (۱۴۳۸/۶/۱۹هـ ق)

هلمند ولايت کې ملکي پيښه:

د هلمند ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره ورځ غرمه ۱۱ بجې د دي ولايت سنګين ولسوالۍ اړوند د چيني ماند دښت په سيمه کې يرغلګرو د ډرون الوتکې په مټ ۳ تنه ملکي وګړي وويشتل او په شهادت یې ورسول. (۱۴۳۸/۶/۲۹هـ ق)

ميدان وردګ ولايت کې ملکي پيښه:

د ميدان وردګ ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت چک ولسوالۍ اړوند د عربانو د سيمې د کنجغتو په غره کې د يرغلګرو له لوري د ډرون بريد له امله ۳ تنه ملکي وګړي چې د ښکار په موخه راوتلي ول په شهادت ورسيدل، په شهيدانو کې ۲ تنه د دې ولسوالۍ اړوند کنجغتو د سيمې اوسيدونکي د نارنج ګل زوی نصيب الرحمن او وراره نصيرالرحمن او ۱ تن بل د جغتو ولسوالۍ د ګندکول د سيمې اوسيدونکی احسان الله چې د دوی د خپلوانو له جملې څخه وو شاميل دي. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت بالابولک ولسوالۍ اړوند شيوان سيمه کې دښمن د عامو خلکو پرکورونو د هاوان مرمۍ وتوغولې، چې يوه مرمۍ د عبدالحميد اخندزاده په کورکې لګيدلې او له امله يې د نوموړي ۱ تن لمسۍ شهيده او ۲ تنه نورې چې يوه يې لمسۍ او بله يې لور ده شديدې ټپيانې شوې دي، د يادولو وړده چې په ياده سيمه کې په همدې مهال کومه نښته او د مجاهدينو له لوري ځانګړي تحرکات نه ترسترګو کيدل.(۱۴۳۸/۴/۳هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداري نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت بالابولک ولسوالۍ اړوند کنسک سيمه کې د نښتې پرمهال دښمن د عامو خلکو کورونه د هاوان تر بريد لاندې راوستل چې یوه مرمۍ د جلات خانزو سيمه کې د تورجان پرکور ولګيدله، له امله يې د نوموړي د کور ۳ تنه غړي په شهادت ورسيدل، او همداراز د جليزو سيمه کې يوتن سپين ږيری اخترجان آکا د دې سيمې اوسيدونکی هم د دښمن له لوري په ډزو ولګيده چې اول ټپي او ورسته په شهادت ورسيد او يوه مرمۍ د جليزو سيمه کې د عبدالله پر کور ولګيدله چې له کبله يې د نوموړي د کورنۍ ۴ تنه غړي چې ۱ تن يې زوی، ۱ لور، ۱ انګور او ۱ تن يې ميرمن وه ټپيان شول. (۱۴۳۸/۴/۱۷هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولایت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولایت بالابولک ولسوالۍ اړوند شيوان سیمه کې د دښمن له لوري د هاوان ډزو او د څرخکو بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷تنو ملکي وګړوته مرګ ژوبله اړولې، د نوموړي په وينا پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې د دښمن ځواکونه يادې سيمې ته د کورونو او دوکانونو ويجاړولو په موخه له بوکلينونو او بيلډوزرو سره راغلي ول، چې پرمهال يې د مجاهدينو له لوري له غبرګون سره مخ شول او دښمن بیا هم د عاموخلکو کورونه د ثقيله اسليحو تربريد لاندې راوستل، چې د (اس پي جي ۹) توپ يوه مرمۍ د حاجي محمدخان په کورکې ولګيده او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ټپيان شول.

او همداراز د يوتن بل ځايي اوسيدونکی رازو آکا پر کور د دښمن څرخکو ډزې وکړې چې له کبله يې د نوموړي مور او ميرمن شديدې ټپيانې شوې.

په ياده سيمه کې د څرخکو د بمبار له امله د ميرزا په نامه یوکس ماشوم زوی (ابراهيم) او د کريم جان يوماشوم زوی هم ټپيان شوي دي.

او يوتن بل د همدې سيمې اوسيدونکی (خدای نظر) هم په همدې ورځ  د دښمن په هوايي ډزوکې ټپي شو.

او همداراز يوه مرمۍ د دي ولسوالۍ اړوند دهزکې سيمه کې ولګيده او له امله يې ۴ تنه چې په خپلو زمکو کې پرکار بوخت ول ټپيان شول، په ټپيانو کې يوتن ماشوم طاهر د عصام الدين زوی، او درې تنه ځوانان نظام د محي الدين زوی، عبدالشکور د عبدالغفور زوی او طالب د علاوالدين زوی شامل ول.

او د سیمې ګڼو نورو خلکوته يې مالي زيانونه هم اړولي دي. (۱۴۳۸/۵/۳هـ ق)

زابل ولايت کې ملکي پيښه:

د زابل ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت خاک افغان ولسوالۍ اړوند ګزي سيمې ته څيرمه کلي کې اشغالګرو او ګوډاګيانو د چاپې پرمهال د يوه کورنۍ ۳تنه ميرمن شهيدانې او ۱ تن ماشوم او ۱ تن ميرمن ټپيان شوي دي چې دښمن له ځان سره وړي او ۲تنه نور ځوانان يې هم له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي. (۱۴۳۸/۷/۲۸هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداري نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت مرکز اړوند سور سيمه کې د يوتن ځايي اوسيدونکی عبدالرشيد ۲ ماشومان زامن شهيدان او د عبدالغفار ۱ ماشوم زوی شديد ټپي شو، پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې يادو ماشومانو په زمکو کې څاروي څرول چې د دښمن له لوري ويشتل شوي د اګايز مرمۍ د دوی خواته ولګیده او ياد تلفات يې ورته واړول. (۱۴۳۸/۴/۲۱هـ ق)

هلمند ولايت کې ملکي پيښه:

د هلمند ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداري نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت ګرشک ولسوالۍ اړوند قلعه ګز کاکاخيلو سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو له لوري ويشتل شوي د هاوان مرمۍ د يوتن ځايي اوسيدونکی عبدالمنان پرکور لګيدلې چې له امله يې د نوموړی د کورنۍ ۸ تنوغړوته مرګ ژوبله اوښتې، په پيښه کې د نوموړي يوه ۱ ماشومه لور شهيده او ۵ تنه زامن ۱ـ نقيب الله ۲ـ عصمت الله ۳ـ عزت الله ۴ـ عبدالمالک ۵ـ او محمدنسيم او د نوموړي دوه ۲ تنه ميرمنې ټپيانې شوي دي. (۱۴۳۸/۴/۳هـ ق)

بادغيس ولايت کې ملکي پيښه:

د بادغيس ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت د دربوم ولسوالۍ ودانۍ د مجاهدينو تربريد لاندې راغله او فتحه شوه، ورسته د دښمن قوه چې د خپلو عسکرو د ژغورلو او د ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه سيمې ته راغله شااو خوا ټول کلي او کورونه يې د هاوان او ديسې توپونو تربريد لاندې راوستل چې له امله يې د مالي زيانونو سربيره ګڼو ملکيانو ته هم تلفات اړولې دي.

د راپور په اساس په پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۲ تنه شهيدان او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

په پيښه کې لعل محمد، د نوموړي ميرمن، خورزه او (انګور) د زوی ښځه د خربدې د سیمې او شير د زرين زوی، عبدالولي د عسل زوی، عصمت د امير زوی، د اختر يوه لور، ۹تنه ماشومان ۲تنه نيشګر مسافر او ۴تنه نور چې نومان يې ندې رارسيدلې په شهادت رسيدلي.

او همداراز حاجي مومين خان، د نوموړي ميرمن، يوه (انګور) د زوی ښځه، يوه۱۲کلنه لور، يو ۷ کلن زوی او لس تنه نور چې اکثريې ماشومان دي ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۸/۲۷هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداري نمائنده راپور راکوي چې نن شپه د دي ولايت غني خيلو ولسوالۍ اړوند شپوږ ويشت ۲۶ نمبره ويالې سیمه کې امريکايي اشغالګرو او داخلي ګوډاګيو عسکرو د ملکي کس حاجې حضرت خان پرکورچاپه وهلې، په چاپه کې د يادې کورنۍ ۴ تنه ماشومان ۳ تنه ميلمانه شهيدان او د يو ټپي په ګډون ۷ تنه نوريې له ځان سره وړي دي، او همداراز د کورونو دروازي يې په بمونو الوزولي، قيمتي او نقدې روپۍ يې هم لوټ کړي. (۱۴۳۸/۴/۱۴هـ ق)

کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند عيسی خيلو سيمه کې يرغلګرو هوايي ځواکونو د قومي مشرانو پر موټر ډرون بريد کړی، چې له امله يي ۵ تنه قومي مشران(عبدالمجيد د افضل زوی، حاجي عبدالروف د عبدالحميدزوی، عبدالمحمد د شيخ محمد زوی، محمدتلی د حاجي سلطان زوی، معلم سخيداد د محمدنظر زوی) چې د (۵۰)او (۷۰) په شااوخوا کې يې عمرونه وو په شهادت رسيدلي، د راپور په اساس ياد قومي مشران د يوې ستونزې د حل کولو په موخه بلې سيمې ته تللي ول چې بيرته د راتګ پرمهال په لاره کې له يادې پيښې سره مخ شول. (۱۴۳۸/۶/۱۰هـ ق)

لغمان ولايت کې ملکي پيښه:

د لغمان ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت مرکزمهترلام اړوند ميدانيو سيمه کې د دښمن او مجاهدينو ترمينځ نښته وشوه چې پرمهال يې دښمن د ملکي خلکو پر کورونو د هاوان پر مټ وحشیانه بریدونه ترسره کړل چې له امله يې د يوتن ځايي اوسيدونکي نورمحمد د کورنۍ ۳ تنه ميرمنې او د ستانه ګل يوه ۱ ميرمن شهيدانې او ۳ تنه نورې ميرمنې او ۴ تنه سړي نصرت د حيدر زوی، جميل د ګل الرحمن زوی او اکرم د شکور زوي شديد ټپيان شوي دي.(۱۴۳۸/۵/۱۰هـ ق)

تخار ولايت کې ملکي پيښه:

د تخار ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې نن ورځ ماسپيښين ۲ بجي د دي ولايت درقد ولسوالۍ اړوند قمګذر سيمه کې د يرغلګرو جيټ الوتکو په ملکي خلکو بمبار کړی، چې له امله يي د دوو ۲ تنوماشومانو په ګډون ۵ تنه په شهادت رسولي او ۷تنه نور يې شديد ټپيان کړي دي. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق)

پکتيکا ولايت کې ملکي پيښه:

د پکتيکا ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سرحوضې سيمه کې اربکيانو ۱تن عام کس شهيد او ۱تن بل ټپي کړ، د نوموړي په وينا چې ياد دوه تنه سيف الله د ملامصطفی زوی او يوتن بل په موټرسائيکل سپاره پرلاره روان ول چې د اربکيانو له لوري تربريد لاندې راغلل چې له امله يې سيف الله شهيد او ملګری يې ټپي شو، له پيښه څخه يوه ورځ ورسته د يادې سيمې ګڼوعاموخلکو د دې ولايت مرکز ښرنه کې د پيښې په تړاو لاريون وکړ چې پرمهال يې د عسکرو تربريد لاندې راغلل چې بيا هم ۱۲تنه لاريون کونکي ټپيان شول چې نومونه يې په لاندې ډول دي.

۱ـ جبرائيل د اسماعيل خان زوی، ۲ـ سردار د جمعه خان زوی، ۳ـ منجو د دسته ګير زوی، ۴ـ  ظاهرشاه، ۵ـ فاړې ۶ـ او عالم ګل د سيدعالم زامن، ۷ـ جان محمد د عبدالله جان زوی، ۸ـ عزت الله د مبارک زوی، ۹ـ ميرزاجان د جمعه ګل زوی، ۱۰ـ عثمان د مرغي زوی، ۱۱ـ خليل د ککۍ زوی، ۱۲ـ او شهباز خان د شيرخان زوی. (۱۴۳۸/۸/۲هـ ق)

کندز ولایت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې نن شپه د دې ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند عيسی خيلو سيمه کې اشغالګرو او ګوډاګیانو چاپه وهلې چې له امله يې ۲تنه ملکي وګړي ابوبکر د محمدامير زوی او دده مور شهيده او ۳تنه نور محمدصمير، محمدامين او محمد د محمدامير زامن ټپيان شول. (۱۴۳۸/۷/۲۶هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند دوهم فارم سيمه کې اشغالګرو او داخل ګوډاګيانو د ملکي خلکو په کورونو وحشيانه او ظالمانه چاپې ترسره کړي، ياد دښمن د چاپې پرمهال د عامو خلکو په کورونو، ميشت ځايونو او د لوګرو په خيمو سخت بمبار وکړ چې له امله يې د ۳تنو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۹تنه نوريې شديد ټپيان کړي دي، او همداراز يو موټر او تر ۵۰ زيات مواشي(ميږې) له مينځه تللي او ګڼو کورونو او فصلوته يې هم زيانونه اړولي دي. (۱۴۳۸/۸/۲۶هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ازادو رسنيو له قوله چې د اختر په ورځ د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اړوند پيخه تنګي سيمه کې د امريکايي اشغالګرو په بمبارکې د يوې کورنۍ ۱۶ تنه ملکي وګړي په شهادت رسيدلي.

خبر زياته کړې چې پر ټولنيزو پاڼو د هغو ماشومانو انځورونه هم نشر شوي چې په بمبارکې په شهادت رسيدلي دي او د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» هم د دې خبر د تصدیقولو تر څنګ د ماشومانو انځورونه نشر کړي دي او د پيښې خبر يې ورکړی دی.

په خبر کې راغلي چې تېره ورځ (د اختر ورځ) امریکايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د پیخه تنګي سیمه کې بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د خبر په حواله چې نن د دفاع وزارت له لوري په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې نن د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۲ تنه مخالفین وژل شوي او ۷ پټن ځایونه تخريب شوي دي.

(۱۴۳۸/۱۰/۱هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت غني خيلو ولسوالۍ اړوند سياه چوب سيمه کې امريکايي اشغالګرو د داخلي ګوډاګيو عسکرو په ملتا د ملکي خلکو په کورونو وحشيانه چاپه وهلې.

ګډو عسکرو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، کورونه يې تالاشي کړي، شتمنۍ يې ورڅخه لوټ کړي او ۵ تنه ملکيان چې د چرګانو په پارم کې يې مزدوري کوله په شهادت رسولي او ۵ تنه نوريې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي. (۱۴۳۸/۹/۲۴هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دي ولايت فراه رود ولسوالۍ اړوند توت چکاو سيمه کې د دښمن عسکرو يوتن ډريور په شهادت ورساوو، پيښه هغه مهال رامنيځته شوه چې يوتن ملکي کس نقيب الله جان د هلمند اوسيدونکی چې د کابل فراه ترمينځ يې باربري موټر چلاوو په ياده سيمه کې د پوستې عسکرو د نوموړي څخه روپۍ اخيستي او ورسته يې کنځل هم ورته کړي چې ترلفظي شخړي ورسته يې په ډزو ويشتلی او ځای پرځای په شهادت ورسيد. (۱۴۳۸/۵/۱۷هـ ق)

زابل ولايت کې ملکي پيښه:

د زابل ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره ورځ مازديګر مهال د دي ولايت ارغنداب ولسوالۍ اړوند الدي تنګي سيمه کې د يرغلګرو په يو هوايي بريدکې ۲ تنه عام وګړي په شهادت ورسيدل، د راپور په اساس يادو کسانو په خپله زمکه کې اوبه لګولې چې د دښمن له لوري هوايي بريد پرې وشو او ياد تلفات يي ورته واړول. (۱۴۳۸/۶/۶هـ ق)

فارياب ولايت کې ملکي پيښه:

د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت جمعه بازار ولسوالۍ اړوند خواجه قشري سيمه کې له يوې نښتې څخه ورسته د دښمن څرخکو د عامو خلکو پرکورونو وحشيانه بمبار کړی، چې له امله يې ۱۰ کورونه او ۱ مسجد ته زيان اوښتی او په يوکورکې ۲ تن ملکي وګړي (روستم) او ميرمن يې په شهادت رسيدلي. (۱۴۳۸/۶/۲۰هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت بالابولک ولسوالۍ اړوند ګنج آباد سيمه کې د دښمن راغلې قوه چې تيره ورځ يې هم ملکي خلکو ته درانه تلفات اړولي ول اوس هم جريان لري او هرې خواته د هاوان او آګايز مرمۍ توغوي چې ډيرو ملکي وګړوته يې مرګ ژوبله واړوله، د هاوان يوه مرمۍ د شيوان سيمې د محمدظريف آکا په کور کې ولګيده چې له امله يې نوموړی شهید او ۳ تنه ماشومان يې ټپيان شول، او په ياده سيمه کې يو ۱ تن بل سپين ږيری فيض محمدآکا د دښمن عسکرو له ټانګ څخه په نښه کړ او په شهادت يې ورساوو. (۱۴۳۸/۶/۲۶هـ ق)

فراه ولايت کې ملکي پيښه:

د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت بالابولک ولسوالۍ اړوند شيوان سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو ۲ تنه ماشوم چې په لوبو بوخت ول په ډزو وويشتل چې له امله يې ۱تن ماشوم د ميراحمد زوی شهيد او ۱تن بل د مولاداد زوی شديد ټپي شو. (۱۴۳۸/۷/۳هـ ق)

سرپل ولايت کې ملکي پيښه:

د سرپل ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دي ولايت صياد ولسوالۍ اړوندبلندغور سيمه کې د دښمن د هاوان مرمۍ د لګيدو له امله يو ۱تن سپين ږيری شهيد او يو ۱تن ماشوم شديد ټپي شوی دی.

او همداراز تيره ورځ د دي ولسوالۍ اړوند پسته مزار سيمه کې دښمن د عامو خلکو پرکورونو د هاوان مرمۍ وتوغولې چې له امله يې په یوکورکې ۳تنه چې ميرمنې او ماشومان هم پکې شاميل دي په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۸/۷/۱۹هـ ق)

غزني ولايت کې ملکي پيښه:

د غزني ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت شلګر ولسوالۍ اړوند غونډۍ سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو او مجاهدينو ترمينځ نښته وشوه، نښتې يوساعت دوام درلود چې ورسته يادو عسکرو شا او خوا سيمه د هاوان په مرميو وويشتله او يوه مرمۍ د یو تن ځايي اوسيدونکي محمدنظير په کورکې ولګيده چې له امله يې د نوموړی ۱ تن د زوی ميرمن (انګور) او ۱تن لمسی شهيدان او ۳تنه نور ماشومان ټپيان شول. (۱۴۳۸/۷/۲۳هـ ق)

فارياب ولايت کې ملکي پيښه:

د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت المار ولسوالۍ اړوند قره غويلي سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو له لوري ويشتل شوې د هاوان مرمۍ د ملکي خلکو پرکورونو لګيدلي چې له امله يې په يو کورکې ۱تن ملکي کس خيرمحمد د حاجي پيرمحمد زوی شهيد، ميرمن او يوه خور يې ټپيانې شوي دي، او همداراز يو ۱تن بل ملکي کس په نامه د اسماعيل هم ټپي شوی وو. (۱۴۳۸/۸/۸هـ ق)

ميدان وردګ ولايت کې مکي پيښه:

د ميدان وردګ ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت جلريز ولسوالۍ اړوند احمد خيلو سيمه کې د دښمن امنتي پوستي د مجاهدينو له لوري ترسختو بريدونو لاندې راغلې چې پرمهال يې د دښمن څرخکو د يوتن ملکي کس ګل خان پرکور بمبار وکړ چې له امله يې د نوموړي ۲ تنه ماشومان شهيدان او ۷ تنه نور چې ۲ تنه يې ماشومان او ۵ تنه يې ميرمنې دي ټپيانې شوې دي، او دروند مالي زيان يې هم ورته اړولی دی. (۱۴۳۸/۹/۸هـ ق)

ميدان وردګ ولايت کې ملکي پيښه:

د ميدان وردګ ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولایت سيدآباد ولسوالۍ اړوند شيخ آباد سيمه کې د دښمن له لوري ويشتل شوې د هاوان مرمۍ د يوتن ځايي اوسيدونکي غلام حضرت په کورکې لګيدلې چې له امله يې د نوموړي ۲تنه لوڼې شهيدانې او ۱تن زوی يې شديد ټپي شو. (۱۴۳۸/۹/۱۹هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت پچيراګام ولسوالۍ اړوند کنديري سيمه کې د دښمن له لوري ويشتل شوي د هاوان مرمۍ د هستوګنې پريوکور ولګيدله چې له امله يې ۲تن تنکي ماشومان او ۱ تن ميرمن په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۸/۴/۶هـ ق)

لغمان ولايت کې ملکي پيښه:

د لغمان ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوې ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت مرکز اړوند کټل د زرګرانو په سيمه کې د دښمن له لوري ويشتل شوي د نارنج مرمۍ د عاموخلکو پر دوو کورونو لګيدلې چې له امله يې په دواړو کورونوکې ۲ تنه ماشومان نبی الله د سعدالله زوی او د هفته ګل يوه لورشهيدان او د سعيدالله ۱ لور او د ميانوازخان ۱ زوی ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۵/۱۸هـ ق)

کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند قريه يتيم د مدرسې په سيمه کې وحشي يرغلګرو د عاموخلکو پرکورونو ظالمانه بمبار کړی چې له امله يي په يوکورکې ۴تنه ملکي وګړي عبدالستار د حاجي جليل زوی او د نوموړي يو زوی اخترمحمد، يوه ميرمن او يوه انګور شهيدان او د نوموړي ۴ تنه د کور غړي درې لوڼې، او يو لمسی ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۶/۱۷هـ ق)

بدخشان ولايت کې ملکي پيښه:

د بدخشان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دي ولايت تګاب ولسوالۍ اړوند شيدکان سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو له لوري ويشتل شوي د هاوان مرمۍ د هستوګنې پر يو کور لګيدلې چې له امله يې په کورکې ۲تنه تنکي ماشومان شهيدان او د ۱ ميرمنې په ګډون ۲تنه نورماشومان ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۷/۲۰هـ ق)

پکتيا ولایت کې ملکي پيښه:

د پکتيا ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت زرمت ولسوالۍ اړوند کوهي سيمه کې د دښمن او مجاهدينو ترمينځ د نښتې پرمهال د دښمن له لوري توغول شوي د هاوان مرمۍ د هستوګني په کورکې لګيدلې چې له امله يې يو ۱تن سپين ږيری حاجي محمد او ۱تن ماشومه د حاجي کريم لور په شهادت ورسيدل، او ۱ تن بله ماشومه ټپي شوې ده.

(۱۴۳۸/۸/۲هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت غني خيلو ولسوالۍ اړوند ګلاهي سيمه کې خارجي يرغلګرو او داخلي ګوډاګيانو د عاموخلکو پرکورونو وحشیانه چاپه وهلي چې پرمهال يې ۳تنه ماشومان په شهادت رسولي. (۱۴۳۸/۸/۲۷هـ ق)

کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت امام صاحب ولسوالۍ اړوند اقي بای سيمه کې د دښمن له لوري د ډيسې توپ مرمۍ د هستوګنې په يو کورکې ولګيده چې له امله يې ۲ تنه ښځې چې د عبدالفتاح او کشرګل ميرمنې دې په شهادت ورسيدلې. (۱۴۳۸/۹/۱۱هـ ق)

کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت امام صاحب ولسوالۍ بازارته څيرمه د بخمل کوڅې په سيمه کې د دښمن له لوري د ډيسې توپ مرمۍ د هستوګنې په يو کورکې لګيدلې چې له امله يې ۳تنه ملکي وګړي سيدمحمد، ميرمنې يې او وراره يې نورآغا په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۸/۹/۱۱هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې نن غرمه ۱۲ بجې د دې ولايت پچيرآګام ولسوالۍ اړوند لاندې صبرسيمه کې د دښمن د اکمالاتي کاروان په ټانګ د ځای پرځای شوي ماين چاودنه وشوه، ورسته دښمن د يادې سيمې په بازار د هاوان مرمۍ وتوغولې چې له امله يې په بازارکې ۳تنه ملکي وګړي ضابط، زوی يې او يوتن بل شهيدان او ۱۰تنه نور چې اکثريې دوکانداران دي ټپيان شول. (۱۴۳۸/۹/۹هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت خوګياڼيو ولسوالۍ اړوند نکړ خيلو سيمه کې اشغالګرو ځواکنو د چاپې پرمهال د يوې کورنۍ ۱ تن ميرمن او ۲تنه ماشومان په شهادت ورسول او کوريې هم په بشپړه توګه ويجاړ کړ. (۱۴۳۸/۱۰/۸هـ ق)

ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه ۲بجې د دې ولايت غني خيلو ولسوالۍ اړوند کامي ځای سيمه کې يرغلګرو ځواکونو ۳ تنه ملکي وګړي يوپلار او دوه زامن په شهادت ورسول، د راپور په اساس يادې سيمې ته څيرمه د امريکايې عسکرو پر ټانګ د ماين چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله يې ورته واړوله، ورسته يادو عسکرو د غچ اخستلو په مقصد په نيږدې د خښتو په بټۍ کې يو پلار ژيړګل او دوه زامن شراف او زاهد په ډزو وويشتل او په شهادت يې ورسول، او په سيمه کې ۱تن ماشوم هم ټپي شوی دی. (۱۴۳۸/۹/۱۷هـ ق)

 

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي اوسمع شکایاتو اداره

ايمل ادرس : [email protected]

 

Related posts