جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

سږ کال د تازه میوو زیاته برخه ولې ضایع شوه؟

د پلازمېنې کابل او د هیواد د نورو ښارونو او بازارونو په مارکیټونو کې د تازه مېوو خرڅوونکي وایي، چې د مېوو د قیمتونو د رالوېدو له کبله پنځوس فیصده مېوه خوسا شوې او ضایع شوې ده. دا راز په کلیو او بانډو کې کرونده ګر او بڼوال هم شکایت کوي چې تازه میوې او نور مهالیز حاصلات یې هیڅ خریدار نلري، چې له امله یې نیمایي له ضایع کیدلو سره مخ ده.
سوداګر یې علت دا ګڼي، چې پخوا به یې میوې او حاصلات ګاونډیو هیوادونو ته د ځمکې له لارې په اسانۍ او په کمه بیه رسیدلې؛ خو په دې وروستیو کې چې د غبرګ سري حکومت د ناکامه سیاستونو له کبله خوا و شا پراته ګاونډیان راته بلا شوي او د عام ولس پر ژوند یې ناوړه اثر غورځولی دی، تجاران وایي چې په روان کال کې هندواڼې خربوزې او نورې میوې ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، پاکستان، ازبکستان او نورو… ته له دې امله صادرې نه شوې او یا په کم مقدار ولیږدول شوي، چې هغوی ورته پراخې ستونزې جوړولې، د تجارتي مالونو په وړاندې د پولو د تړلو سربیره د تجارانو د ویزو او پاسپورټونو ستونزې یو طرف او پر مالونو ټیکس یا مالیه درې چنده کولو مشکل بل طرف ته و، چې سوداګرو ته یې ډېر ستر زیان واړاوه. نورې ټولې ميوې دلته په داسې حال کې پاتې شوې چې د ګډ سري حکومت له لورې یې په سړو خونو کې د ساتلو هیڅ ډول اهتمام ونشو.
د کابل ادارې د سوداګرۍ خونه اعتراف کوي چې له حکومت سره د خرابو اړیکو له امله پاکستان د پخوا په پرتله د افغانستان پر تازه میوو لګول شوې مالیه ان تر درې نیم برابره پورته کړې، چې له کبله یې افغان بڼوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې یو چارواکي ویلي: دا چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ په مخکې خنډونه جوړ کړي؛ نو په ځواب کې يې پاکستان هم پریکړه کړې چې د افغان سوداګرو له یوې کیلو تازه میوې به 40 کلدارې مالیه اخلي.
افغانستان هر کال د شا و خوا 200 میلونو ډالرو په ارزښت میوه صادروي، خټکي، انګور، هندواڼې او مڼې هغه تازه مېوې دي چې افغانستان يې هر کال زرګونه ټنه بهر ته صادروي.
افغان سوداګر وایي چې پخوا به پاکستان له یو ټن میوې 2000 یا 2500 کلدارې محصول اخيست، چې اوس یې دا محصول یو دم 7000 فې ټن ته ورساوه. د افغان تجارانو په وینا پاکستاني سوداګر وایي: موږ چې منځنۍ آسیا ته مالونه وړو، د افغان حکومت لخوا راته ستونزې جوړیږي، 100 ډالره یې راباندې د کمپیوټري تلې راوستل او 100 یې نور د لارۍ پر سر وټاکل، اجازه هم په ګرانه راکوي، کله چې افغانستان دا ګام پورته کړ نو له دې اړخه د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو د میوې پر هر کیلو 40 کلدارې محصول وټاکه.
د کابل ادارې چارواکي د دې ستونزې په ځواب کې وایي چې که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي، پروا نشته؛ ځکه چې موږ د هوا له لارې ډېرو هیوادونو ته لکه هندوستان، اماراتو، سعودي، هالنډ، جرمني، فرانسې، ایټالیا، او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو ته د تازه میوو استول پیل کړي دي.
اوس خبره دا ده چې د کابل ادارې بلواکه مشران چې ځانونه اقتصاد پوهان هم ګڼي او په همدې خاطر به یې خلکو ته د اقتصاد د پیاوړتیا دروغجنې ژمنې ورکولي، نن یې ولس ته ثابته کړه چې هر څه یې د امریکایي ګټو د ساتلو لپاره دي، نه د ولس د ښیرازۍ په موخه. یو هیواد چې دومره غریب وي چې آن صفر ته یې د اقتصاد کچه رسیدلې وي، هغوی به څنګه خپل صادرات د هوا له لارې د نړۍ مارکیټونو ته ورسوي؟ د ځمکې هغه لارې چې په کم قیمت او په آسانۍ سره به افغان سوداګرو خپله سوداګري پرې کوله، هغه لارې ګډ سري حکومت د ناکامه سیاستونو او د یرغلګرو د ګټو قرباني کړې، چې قیمت یې اوس افغان بیچاره ولس، سوداګر او کرونده ګر پریکوي. همدا لامل دی چې سږ کال د هیواد د تازه میوو نیمایي برخه په مکمل ډول ضایع او له منځه لاړه. نا اهله چارواکي د دې غریب ولس په ژوند ژواک هم خپل سیاسي رقابت او شیطاني لوبې کوي، له ګاونډیانو سره یې تر دې حده اړیکې خرابې ساتلې چې د ولس د سوداګرۍ مخه یې ورباندې ډب کړې، خو په پټه بیا ورسره د پردې ترشا د کرښې او نورو ملي مسایلو پرسر خاینانه تړونونه کوي.
د نا اهله چارواکو له لورې د سوداګریزو ستونزو په وړاندې ځواب دا وي، چې اشرف غني د یوې الوتکې مراسم ترسره کړي، چې ګویا افغان تجارت یې د هوا له لارې له نړۍ سره وصل کړ؟! چې دا په حقیقت کې د ولس په حقوقو لوبې کول دي او له هغوی سره یو ظالمانه چلند دی.

Related posts