جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

په زندانونو کې دبندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني

د امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې په زندانونو او توقیف خانو کې له بندیانو سره ظالمانه چلند چې په تیرو پنځلسو کلونو کې مسلسل روان دی او بیا بیا یې په اړه شکایتونه راپورته کیږي په دې وروستیو کې نور هم زیات شوی دی. د مستندو راپورونو له مخې  دګڼو نورو زندانونو او ولایتي توقیف خانو سربیره په بګرام زندان کې ( چې امریکایان او د کابل رژیم یې په ګډه اداره کوي)  بیا له بندیانو سره ناوړه چلند، ظلم، وحشت او غیر انساني کړنو زور اخیستی او بندیان يې له  جدي کړاو سره مخ کړي.
د اسلامي امارت  د اړوندو  مسئولینو دمؤثقو راپورونو په اساس په بګرام زندان کې د کابل ادارې دمسئولینو،افسرانو او کارمندانو لخوا د بندیانوپه وړاندې  لاندې ظالمانه کړنې عملي کیږي چې ښکاره ظلم او دبندیانو له حقوقو څخه سرغړونه ده.
۱ ــ بندیانوته يې زموږ  د اسلام او عرف خلاف سور رنګه جامې راوړي چې له تنګ پتلون او لنډ کمیس نه عبارت دي او لمن نه لري،دې نامناسبو جامو بندیانو ته په ناسته، ولاړه، لمانځه او نورو  حرکاتو کې جدي  مشکل جوړ کړی، دا هغه لباس دی چې په لومړي سرکې هم د امریکایانو لخوا په بګرام او ګوانتانامو  کې بندیانوته په زور ور اغوستل کیده.
۲ ــ  دبندیانو له کورنیو سره يې ملاقاتونه بند کړي، او یاهم په څو میاشتې  اوږد ځنډ ملاقات کیږي، هغه هم د شیشي شاته فقط شل دقیقې بندیان له خپلو  خپلوانو سره خبرې کولا ی شي چې دواړو خواوته يې  روحي تکلیف ایجاد کړی دی.
۳ ـــ خوراک يې په نهايي اندازه کم او خراب دی، نه يې غوړ سم وي، نه يې رنګ سم وي، نه يې اندازه کافي وي نه يې نور کیفیت.
۴ ــ د خوراک د خرابۍ له امله ګڼو بندیانوته د معدې او نس مريضۍ  پیدا شوي حتی ځينې بندیان يې ځان وژنې ته تیار کړي دي.
۵ ـــ مريضانوته هيڅ رسیدګي نشته، سم ډاکټر او دوا نشته، له بیا بیا شکایت او اصرار سره سره هم د مریضانو په حال کې بهبود ندی راغلي،  د زندان ځينې  مسئولین اعتراف کوي  چې د بندیانو حق په رشوتونو کې یو بل ته ورکول کیږي، دوا او نور لوازم يې فاسد چارواکي ګرځوي، خراب کیفیت دوا  او طبي شیان وروړي چې هيڅ تأثیر نلري مریضۍ دوامداره او مزمني شوې او بندیان يې له کړاو سره مخ کړي.
۶ ـــ د سپورت او صفايي په برخه کې يي هم مشکلات  شته او دپخوا په پرتله يې په ځنډ او خنډ سره اجازه ورکول کیږي.
۷ ـــ د عسکرو برخورد له ټولو بندیانو سره ډير ستوغ او غیر انساني دی، سپکې خبرې کوي ، ښکنځل کوي، بندیانوته دخوب په وخت کې شور جوړوي، د تلاوت او عبادت په وخت کې مزاحمت جوړوي او قصدا يې  د بندیانو په عذابول  پيل کړي .
۸ ـــ د کتابونو او مطالعې په برخه کې يې هم محدودیتونه وضع کړي، د اړتیا وړ کتاب ته اجازه نه ورکوي چې وروړل شي او په لوی لاس هڅه کیږي چې د بندیانو د سالم مصروفیت مخه ونیول شي او شور او غوغاته لاره هواره شي.
اسلامي امارت  داشغالګرو او دهغوی د مزدورانو لخوا له بندیانو سره ناوړه چلند په کلکه غندي او په دې اړوند د نړیوالو حقوقي او بشري ادارو اورسنیو توجه په هیواد کې ټولو زندانونو خصوصا دبګرام بدنام زندان ته را اړوي، ترڅو هغوی د بشري عاطفې له مخې د بندیانو سره د بدچلند په اړه خپل مسئولیت ادا کړي او له خپل موقف څخه په استفاده یا د دغو ظلمونو مخه ونیسي او یايې په اړه بې پرې او ازاد تحقیق وکړي، پایلې يې اعلان اودرسنیو په واک کي ورکړي .
ذبیح الله مجاهد اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۸/۱۰/۱۵هــ ق
۱۳۹۶/۴/۱۸هــ ش ـــ 2017/7/9م

Related posts