بسم الله الرحمن الرحیم

 

تازه خبرونه

په کابل کې دتیرې شپې دکامیاب انتقامي برید وروستي جزئيات : ذبیح الله مجاهد

 72359910 kabul restaurant blast 624د برید هدف له یرغلګرونه  د سياګرد د وروستۍ پيښې د جنایت  انتقام وو

هغه بريد چې تيره شپه  ۷:۳۰ بجې  په کابل کې د بهرنيو يرغلګرو په يوه اړوند ميلمستون تر سره شوو د شپې تر ۹:۳۰ بجو يې دوام وکړ.

د بريد ځای د کابل ښار د وزيرمحمداکبرخان په ۱۴سړک پروت د بهرنيو يرغلګرو هغه ميلمستون وو چې غټ پوړې يرغلګرو به تل په کې ډوډي خوړه او مزې چړچې به يې په کې کولې.

برید د دریوتنو قهرمانو فدايي مجاهدينو لخوا ترسره شو چې په درنو او سپکو وسلو او منفجره واستکټونو سمبال وو  او په خورا ځيرکۍ سره يې ځان د دښمن تر دې حساس ځایه رسولی وو.

د برید نه موخه  دوه ورځې وړاندې  د پروان ولايت په سیاګرد ولسوالۍ کې د همدغو بهرنيو يرغلګرو اړوند  عسکرو لخوا په ملکي خلکو وحشیانه بمباري او نږدې تر ديرشو پورې دملکي خلکو د شهات او ټپي کيدو انتقام وو چې په احسنه توګه له جنايت کارانونه واخيستل شو او لابه هم دوام کوي.

تر اوسه رارسیدلي معلومات جوتوي  چې په دغه قهرمانانه برید کې د بهرنيو یرغلګرو قواوو پورې تړلي ۲۹ لوړپوړې افراد او ۸ افغان ساتونکي  وژل شوي ، ګڼ شمیر نور ټپيان دي.

دبرید په اړه د کابل د غلامانو ضد اونقيض څرګندونې پخپله د بريد په قوت، جديت او درنو تلفاتو دلالت کوي چې له دښمن نه يي د څه ويلو لاره ورکه کړې ده.

بريد وروسته له دوو ساعتونو د وروستي مجاهد په شهادت سره سم پای ته ورسیداو دښمن ته يې نه هيريدونکی کلک ګوزار پرځای پريښود.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۳/۱۷هــ ق

۱۳۹۲/۱۰/۲۸هـ ش ــ  2014/1/18م

Share