بسم الله الرحمن الرحیم

 ----------------------

 

لیکني

کدو(یقطین) قرآني بوټي او دهغوئ طبي ګټې(۸برخه)

.کــــــــــدو(یقطین)

دقرآني بوټوپه لړۍ کي دکدو دمبارک بوټي دبحث نوبت راورسید!

داهغه مقدسه ونه ده چي ددې په سیوري کي سیدنا یونس علیه السلام دآرام سا واخیسته قصه یې مشهوره ده چي حضرت سیدنا یونس  علیه السلام په سین کي ځان له کښتۍ څخه وغورځاوه نوکب( مهي) یوه مړۍ کړ ،لوی رب جل جلاله کب ته حکم وکړ چي پام کوه ! بیا ورته حکم وشو چي پروچه یې وغورزوه !څرنګه  چي دحضرت سیدنا یونس علیه السلان بدن مبارک ډېرنازک شوی چي دلمر دوړانګو تاب یې هم نه درلود اونوري خزندې اخونزادی که ورباندي کیناستلی وای هم یې ډېر ربړ ورکاوه ،نوپروردګار جل جلاله ورباندي دکدو بوټی راشین کړ چي یواړخ ته یې سیوری  ډېر سوړ وي اوبل اړخ ته په کدو کي داتأثیر  پروت دی چي دده پاڼي پرکوم شي باندي خپرې شي پرهماغه شي باندي مچان نه کیني دسیدنا یونس علیه السلام دغه قصه دعظیم لشان قرآن په بېلابېلو سورتونوکي لکه انبیاء، صْفْت،نون کي په تفصیل سره شته اوپه ځینو نوروسوروتونوکي یې هم ځیني خبر ي یادي شوي دي دکدو (یقطین ) ذکر یواځي د(الصفت ) په سورة کي راغلی دی آیت نمبر ۱۴۶

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ (١٤٦)

ترجمه: اوزرغونه کړه مونږ پرې یوه ونه له جلغوالا (کدو)نه

نبوي ملغلري

حضرت امام ابونعیم رحمة الله علیه له حضرت واثله ابن الاسقع رضی الله عنه  نه روایت کړی  چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسم وفرمایل : ای خلګو! کدو ډېرخورئ ځکه داددماغ  قوت زیاتوي ،حضرت ام المؤمنین سیده عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي :جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چي ته کټو پخوې ! نوورکي کدواچوه ځکه چي دادغمجن زړه لپاره دتقویت لامل ګرزي .صدق رسول الله صلی الله علیه وسلم

(طب نبوي ص ۳۸)

امام ابن القیم جوزي په خپل عالمي مقبول کتب الطب النبوي کي اوهم داراز حافظ اکرام الدین په کتاب طب نبوي کي نوراحادیث ذکرکړي دي ،له دې نه پرته داحادیثو په ټولوکتابونوکي دکدو دخواصو په اړه په نبوي جوامع الکلم کي بېلابېلي ګټي دکدو ومبارک بوټي راغلي دي چي زه به هڅه وکړم چي په دې لنډکي مضمون کي  ورځني عمده اوبیخي له ډېرو ارزښتونو ډک توري پلي کړم

پخوانی طب :

امام زکریا ابن محمد ابن محمود په خپل مشهور کتاب عجائب المخلوقات کي لیکي: کله چي ته وغواړې  چي ستا دپالېز جوړنګان غټ غټ کدووان وکړي نوچي کرې یې دزڼوسرونه یې دزمکي خوا (لاندي خواته)کوه سرچپه یې کره نوکدووان به یې ډېرغټ غټ وي حضرت علی کرم الله وجهه          فرمایي :کله چي تاسي غوښه پخوئ نوکدو ورکي ډېر اچوئ ځکه چي غمژن زړه ته  ټکورورکوي .

اودکدوله خواصونه یوه خاصه داده چي :پرونه (یعني جوړنګ )باندي یې مچ نه کیني . عجائب المخلوقات ج ۲ ص ۳۶۹

په جدیدو تحقیقات کي راځي چي : دکدو پاڼي چي پرکوم شي باندي خپرې کړې نوپرهماغه شي باندي مچ نه کیني  ــ  والله اعلم ـــ اوپه جدیدو طبوکي   بې شمېره ګټي ذکر شوي دي چي دلنډیز په ډول  یې وړاندي کوم!

یوه خبره بله هم په سرکي لایاده لرئ چي زیړ حلوایي کدو ،مارو کدو ،شین کدواونورکه کوم بل قسم ولري ،لږو ډېر که یې طبي خواص فرق ولري ډېرتفاوت یې نشته  زه مطلق کدو یادوم که کله بیاهم کومه مهمه ځانګړتیا په کومه خاصه نوعه کي وه دهغې نوعي به نوم اخلم خونور په طبي  ګټو کي سره یوشی دي کدو ژیړی (یرقان ) ختموي ،کدو ادرار سموي ،دتبو لپاره علاج دی ،حلوایي کدو ځیکر نرموي ،اخلاط سموي اوټوخي ته ګټه کوي ،دحلوايي کدو زڼي چي دجګ منګ والا له ۷۵ تر ۱۰۰ ګرامو پوري وخوري اودټیټ منګ والا یعني کوچنیان چي له ۳۷ نه تر ۵۰ ګراموپوري وخوري په ځانګړي ډول دزڼو شین پوستکی چي ورځني بېل نه کړي یواځي سپین پټوکي یې ورنه لیري کړي اوویې خوري نودلړمانه چینجیان به یې ټول ورختم کړي ،که حلوایي کدو پوخ اوداغسي تودیې په بدن وموښي نیم

ساعت وروسته به یې ګوري چي دبدن پوستکي  اودمخ رنګ یې څنګه ځل وبل دی؟ تجربه ده!

کدو :دقولنج لپاره ګټور علاج دي

دکدو:خوراک ماغزه تقویت کوي ،

روغن کدو (دکدو روغن) ،دبواسیرو ددرددآرامولو لپاره خورا ګټور دی ،دکدو دګلانو جوشانده دځیګر لپاره ډېره ګټوره ده

دکدو:خوراک دسینې لپاره ډېرمفید دی ،

دکدو خوراک دبدن جسمي اوروحي قواووته دتجدید سبب جوړیږي دبدن جوړونه سموي ،څوک چي دکم خوبۍ په ربړه اخته وي کدو دي خوري خوب به یې وربشپړ کړي ،

کدو خنک طبیعت لري صفرا ته تسکین ورکوي ،کدو نرم اوژر پخیږي نوهغه کسان چي معده یې ضعیفه وي ډېردې خوري چي هضم یې هم سریع اوضمنا نوري ګټي هم ورته رسوي ،امام ابوعلی ابن سینا  ته منسوب روایت وایي چي : ده به هغه چاته چي پر سر به یې درد وو،یا به دبې خوبۍ په تکلیف اخته وو ،یابه داعصابو په مټکوروالي اخته وو،دکدو دخوراک توصیه کوله ،که دچاسینه تخته وي کدودی له دال سره پوخ کړي اوودي خوري سینه به یې خلاصه شي .

نوي تحقیقات ښيي چي کدو حافظه قوي کوي ،اودانساني مغز سلول فعالوي ،که له نورودپخولوله شیانوسره کدو ګډ کړي نوکه هرڅومره هغه بل خوراک په هضم کي سخت وي کدویې سختي ورته په نرمي بدلوي .

علامه اکرام الدین پخپل کتاب طب نبوي کي لیکلي : درسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبري راز چي ام المؤمنین عائشې صدیقې  رضی الله عنها ته یې وفرمایل چي په کټوکي هر وخت ورسره کدواچوه! دادی:چي غوښه ګرمه ده اوکدو ډېرخنک دي نودکدو خنکي دغوښي ګرمي معتدل حالت ته راولي ،چي دهرډول مزاج والا دغه غوښه وخوري بده ه ورباندي نه لګیږي

(طب نبوي ص۳۸)

پخوانی طب هم وایي اوجدیدو تحقیقاتو هم تائید کړې ده چي : داومه کدو پوستکی دبدن پرپرهارونوچي ډېر ژور نه وي یاهم پر سوځل شوي ځایونویاتڼاکوباندي ولګول شي پوست یې ورنرموي ،دردیې کمیږي اوالتیام ورکوي ،دپاخه کدوچي نرم پوخ شي اواوبلن وخوړل شي دبډوګي اوسپوخڅي دخړو ،خاورو خځلو لپاره ګټور دی .

دکدومرهم چي مرکب راځي که یې څوک پیداکړي دسر ددرداودنیم سیري لپاره ګټور دي،

دکدو داوبوشیره چي وباسي اوڅیښی یې دژیړي دناروغۍ لپاره ټک وپتری ده ،که څوک درې ورځي سهارپر تشه خوا دکدو دپنځه مثقاله زڼو شیره وباسي اوویې خوري نودلړمانه دچینجیانولپاره بې ساري دارو دي .

په تروشي کي که کدو ورګډ شي (په اچارو) دغذالپاره ښه هاضم ،اعصابوته ګټه رسوي اواشتها خلاصوي ،

که په بدن کي پاړسوبونه وي حلوایي (ژیړ) کدو دي پخوي اوښه توددي ورباندي ټکور وي التهابونه به یې ورک شي

دکدو اوبه که غرغره کوي دستوني ددردلپاره ګټوري دی ،

دکدوپوستکي (پټوکي) دي وسوځوي اوکه دبدن دکوم زخم وینه نه بندیږي نوفوراً یې وینه وربندوي اوبهترین داروهم دی چي دزخم په جوړولو کي ښه مرسته کوي ،

دزخم درداوسوځل هم ورلږوي اوالتیام ورکوي که دژیړ کدو پټوکي وسوځوي اوبیایې دزیتون په غوړو کي ګډکړي که کوم ځای وسوځل شي ددې دجوړولو اودپرهار داثر دختمولو لپاره بهترین علاج دی .

دپخوانیو اوجدیدو ټولواطباؤپردې باندي اتفاق دی چي قدرتي بوټي بدن ته تاوان نه کوي ګټه که یې ژر وکړه که وروسته .

هم داراز که دژیړ حلوایي کدو پوستکي وسوځوي اېره(سوی)ځني جوړ کړي اوپه سرکه یې ګد کړي نودسوځل شوي اوتڼاکي لپاره بهترین علاج دی چي هم یې زخم ورجوړوي هم (عفونت) اوخرابي ورجوړوي اوهم التیام ورکوي .

دکدواومه زڼي چي په ورځ کي څوک ۳۵ ګرامه خوري دادرار دسوځل کیدو ،دمعدې دزخم ،دځیګر خږکی ،دټوخي اودسینې دسوخت په ناروغۍ که څوک اخته وي ورسره جوړیږي ،حلوایي کدو دبدن وسپنه هم ورپوره کوي اوویټامینونه هم ورکي شته په ځانګړي ډول ویټامن (اي) ورکي په پراخه پېمانه پروت دی ،

اودچاچي دبدن کلسیم لږوي دهر کدو په ځانګړې توګه دحلوایي کدو په خوراک سره پوره کیږي ،همدغه زما په نظر ډيري عمده اوغټي ګټي وې چي دلته ما په ساده پښتو ولیکلې ټولي ګټي یې ترشمېر نه زیاتي دي زما خپله وس نورراسره همکاري نه کوي .

څه چي مي دلته ولیکل دامام ابن القیم د(الطب النبوي) کتاب دحافظ اکرام الدین رحمة الله علیه دطب نبوي دبعض خواص الخضار حیوة الحیوان الکبری  ــ طب الامام صادق  رحمة الله علیه

اودډاکټر خوشبین دکتاب (یکصدګیاه معجزه ګر ) اونورو بېلابېلو رسائلو اومقالاتو غورچاڼ وو ددعاپه هیله .

 دکدوپه خوب لیدلو تعبیر  :

حضرت امام محمد ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي :که دکدوپه موسم کي په خوب کي وویني چي دهغه په کور کي دکدوبوټي راشین شوی دی نوددې زېری دی چي عزت  اومرتبه به یې زیاته شي  که رنځور داخوب وویني نوشفاء به مومي که غلام داخوب وویني نوآزادبه شي ،که کافر داسي خوب وویني نومسلمان به شي اوکه مسافر داسي خوب وویني نوپه سلامتۍ سره به خپل ټاټوبي ته راستون اوکه فاسق داسي خوب وویني نوتوبه ګار اوښه سړی به شي . 

اوهم داراز که بندي په خوب کي وویني چي خوري یې یایې په کورکي رازرغون شوی اویایې کرهڼه کوي نوهم زما په فکر تعبیر یې له قید اوزندانه آزادي ده .

دغه مفهوم ما دحضرت سیدنا یونس علیه السلام له قصې څخه وفهماوه .             والله اعلم

                                                                                                                                                                                                                                                   نوربیا............

 

Share